د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كرونا وائرس په اړه د قامي رابطه كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كرونا وائرس پحقله د قامي رابطه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ وشوه چې پكښې د کرونا وائرس تناظر كښې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې هېواد كښې د كرونا وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره د پېشرفت جاج واخستې شو او د چېنلج آثرات د لږ نه لږ ساتلو پحقله په لائحه عمل هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دا درابطه كمېټۍ د جوړېدو نه پس تر اوسه شپږمه غونډه ده۔ دا كمېټي د كرونا وائرس په صورتحال غور لپاره په دې وروستيو كښې جوړه شوې ده ۔