افغانستان، هلمند ولايت كښې بمي چاٶدنه كښې 7 وګړي مړه ، دوه ټپيان

کابل 01 اپرېل (اے پي پي) د افغانستان په سوئيلي هلمند ولايت كښې د سړك پغاړه په ځائ كړې شوې بمي چاٶدنه كښې 7 وګړي مړه او دوه ټپيان شوې دي۔ د چين خبري اژانس له مخې د ولايت وياند عمر زاوك وئيلي دي پېښه د شورو په ورځ سهار په ګرشك اولسوالې كښې ھغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو مني بس د سړك پغاړه په ځائ كړې شوې مائن سره ټكر شو۔ د چاٶدنې په نتيجه كښې 7 وګړي مړه او دوه ژوبل شوي۔ يو بل چارواكي ووئيل په چاٶدنه كښې اته كسان مړه شوې او د مړو او ژوبل شوو كسانو تعلق د يوې كورنۍ سره دے ۔