مسقط 01 اپرېل (اے پي پي) عمان كښې د کرونا وائرس ځپلې 72 كلن رنځور په حق رسېدلې دے كوم چې په عمان كښې د وائرس له مخې وړومبے كېس دے۔ د عمان د صحت وزارت له مخې په حق رسېدلې كس د عمان په روغتون كښې بستر ٶ، ګرد هېواد كښې دا مهال د كرونا وائرس له امله د 210 كسانو د ځپلې كېدو تصديق شوې كوم چې په بېلا بېلو روغتونونو په قرنطينه سټرو كښې بستر دي۔ د عمان 90 ته نزدې هوټلز مالكانو خپلې هوټلې د صحت وزارت ته سپارلي دغسې چې هلته د قرنطينه پشمول نورې طبي آسانۍ جوړې كړې شي۔ د عمان پشمول ګرده نړۍ كښې د وائرس ځپليو كسانو شمېره د 8 لکه 61 زره نه زياته شوې او 42 زره كسان مړه شوي دي۔