ټوله نړۍ كښې د کرونا وائرس له امله د مړو شميره 42 زره څخه زياته شوه

پیرس 01 اپریل (اے پی پی)ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 42 زره څخه زياته شوې۔نړيوالې ميډيا له مخې ټوله نړۍ كښې د کرونا کووډ 19 له امله د مړو شميره 42,335 ته رسيدلې چې پكښې زياتره كسان په اروپاﺀ كښې مړه شوي۔ ټوله نړۍ كښې د دې وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 859,431 ته رسيدلې چې پكښی د نيمې څخه زيات 445,928 كسان په اروپا كښې دي۔ امریکا او كاناډا كښې 172,071 کیسونه رامخې ته شوي چې پكښې 3,243 څخه زيات كسان د كرونا وائرس له امله مړه شوي دي