کرونا وائرس، ایتھوپیا كښې ټولټاكنې وځنډولې شوي

عدیس ابابا 01 اپریل (اے پی پی) د افریقې ایتھوپیا هيواد كښې د کرونا وائرس وباء خپريدو په وجه ټولټاكنې ځنډولې شوي۔ د ایتھوپیا الیکشن کميشن د اړخه جاری يو بيان له مخې هيواد كښې سږ كال په آګست كښې كيدونكې ټاكنې د کرونا وائرس خپريدو له امله ممکن نه دي،د ټولټاكنو كولو لپاره به نوې نيټه بيا اعلانولې شي۔ ایتھوپیا كښې نوبل امن انعام یافته احمد وزیر اعظم دے كوم چې يو ځل بيا د وزیر اعظمې كانديد هم دے۔ د ایتھوپیا الیکشن کميشن له مخې د ټولټاكنو تیارو ټولې هلې ځلې په سمدستي توګه معطل كړې شوي۔ ایتھوپیا كښې د کرونا وائرس 26 کیسونه رامخې ته شوي او دې نه پس تګ راتګ محدود كړې شوي