د کرونا وائرس له امله د مړو كسانو په اړه سركاري شمېرې سمې نه دي۔ د برتانيه د واكدارانو اعتراف

لندن 01 اپرېل (اے پي پي) د برتانيې واكدارانو اعتراف كړې چې په برتانيه كښې د کرونا وائرس له امله د مړو كسانو په اړه سركاري شمېرې سمې نه دي، اصلي شمېرې د سركاري شمېرو نه زياتې دي۔ د ميډيا راپورونو له مخې د برتانيې چارواكو وئيلي دي په سركاري شمېرو كښې يوازې ھغه مړي شمېرلې شوي كوم چې په سركاري او رجسټرډ روغتونونو كښې مړه شوي، په نورو روغتونونو كښې مړه شوي كسان په سركاري شمېرو كښې شامل نه دي ، اندېښنه ده چې اصل شمېر به د دې نه زياته وي۔ د سركاري شمېرو له مخې په برتانيه كښې نزدې يو نيم زر كسان مړه شوي او په 22 زره كسانو كښې د وائرس تصديق شوے