چين كښې په ځنګل كښې د اور لګېدو پېښه٬ اتلس فائر فائټرز يو ګائيډ مړه شول

بيجنګ 01 اپرېل (اے پي پي) د چين په سېچوان ولايت كښې په ځنګل كښې د اور لګېدو پېښه كښې د فائر فائيټرز اتلس كسان او يو ځائي ګائيډ مړ شوے۔ د ميډيا راپورونو له مخې تېره ورځ په سېچوان ولايت كښې په يو فارم كښې د اور لګېدو له امله اور د ځنګل په زرګونو اېكټره زمكه خپور شو۔ د رېسكيو عملياتو په مهال يو زر دوه سوو كسان رېسكيو كړې شوي۔ د يادونې وړ دا پېښه په ليانګشان ولايت كښې د اور لګېدو پېښې نه سم يو كال پس رامخې ته شوې كومه كښې چې درېش فائر فائټرز مړه شوې وو۔(