د افغان واكدارانو او طالبانو ترمېنځه د بنديوانو خوشې كولو معامله وځنډولې شوه۔ د قامي سلامتي كونسل وياند

کابل 31 مارچ (اے پي پي) د افغانستان پايه تخت كابل كښې د افغان واكدارانو او طالبانو ترمېنځه د بنديوانو د خوشې كولو معامله ځنډولې شوې٬ د بنديوانو د تبادلې معامله د نهې په ورځ ترسره كېدل ٶه خو د طالبانو يو نمائنده پلاوې كابل ته راونه رسېدې شو چې په سوب ئې په ھغې عمل درآمد ايسار كړې شو۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د قامي سلامتي كونسل وياند جاوېد فېصل خپل ټويټ كښې ووئيل دې د حكومت او د طالبانو ترمېنځه د اتوار په ورځ په وېډيو كنفرنس كښې دې خبرې ته سلا راغلې وه چې د طالبانو ډله به نورو تكنيكي خبرو له كابل ته رارسي خو د طالبانو ډله كابل ته راونه رسېدې شوه۔ د طالبانو د پلاوي مشري د سور صليب نړيوالې كمېټې كړې۔ طالبانو امريكې سره په دوحه كښې د امن لوظنامې له مخې افغان دولت څخه د پنځه زره بنديوانو د خوشې كولو غوښتنه كړې او افغان واكدارانو هېواد كښې د جنګ بندۍ او د تشدد په پېښو كښې كمې سره مرحله وار د بنديانو د خوشې كولو تجويز وړاندې كړې ٶ۔