روس د كرونا مخنيوي لپاره ټولې پولې بندې كړې

ماسكو 31 مارچ (اے پی پی) روس كښې په كرونا وبائی رنځ اخته كسانو شميره 1836 ته رسيدلو نه پس د دې ناروغۍ څخه بچ كيدو او هيواد كښې د دې خپريدو مخنيوي لپاره اقدامات لا تند كړي ۔ نوې حكمنامې له مخې د ماسكو پشمول د هيواد نورو ښارونو كښې وګړو ته امر شوې چې غير د څه ضرورت د كورونو څخه بهر مه راوځۍ۔ سیلف آئسولیشن امر به په ټولو وګړو لاګو وي۔ د ګل په ورځ د نورو 302 كيسونو تصدیق شوې ؤ،دې سره په روس كښې په سركاری توګه د رنځورانو شميره 1836 ته رسيدلې ده۔ د ماسكو میئر سرګئی سوبیانین وئيلي دي د تيرې اوونۍ تر آخر د كرونا وائرس كیس يو زر څخه زيات شوې ؤ۔ سركاری امر له مخې روس د كرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره 30 مارچ څخه خپلې پولې بندې كړي۔ دا اقدام به پھ ټولو ګاړو ، ریل او پیدل تلوونكو نافذ العمل وي، او دا به د روس په سمندری حدود هم لاګو وي