د قطر ايئروېز بهر هېوادونو كښې د خپلو وګړو تر بېرته راتللو د سروس جاري ساتلو اعلان

دبئی ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د قطر قامي ايئر لائن ” قطر ایئروېز” بهر هېوادونو څخه د خپلو وګړو تر بېرته راتللو د خپل فضائي سروس جاري ساتلو اعلان كړې ۔ د دې خبرې اعلان د قطر ايئروېز چيف اېګزېكټو اكبر الباقر تېره ورځ يو بيان كښې وكړو۔ ده ووئيل د خپلو وطنوالو بهر هېوادونو څخه بېرته راتللو پورې به زمونږ فضائي مشن روان وي۔ ده ووئيل د ادارې مالي صورتحال تر دې دمه غوره دے ولې بياهم حكومتي مرستې ته حاجت رامخې ته كېدې شي۔ دا خبره دې ياده وي قطر ایئروېز د نړۍ هغه د شمېر فضائي كمپنيو كښې شامل ده كومو چې دكورونا وائرس باوجود خپلې فضائۍ هلې ځلې روانې ساتلې دې