چین، د خاورو كمرو لوېدو له امله د مسافرو ټرين د پټلۍ نه كوز شو،ګڼ كسان ژوبل

شنګھائی 30 مارچ (اے پی پی) د چین هنان ولايت كښې د لینډ سلائیډنګ له امله د مسافرو ټرین د پټلۍ څخه كوز شوې چې په نتيجه كښې يو كس مړ او ګڼ ژوبل شوي ۔ ځائې ریلوے انتظامیې ووئيل د مسافرو ټرین ټی 179 د ګل پھ ورځ شانګ ډونګ جینان ښار څخه ګونګ ډونګ ولايت ګوانګ زهو ښار ته روان ؤ چې پھ دې مهال ہنان ولايت کاؤنټی یونګ شنګ كښې د زيات باران له امله د خارو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې د پټلۍ څخه كوز شوې چې په نتيجه كښې ئې يو كس مړ او ګڼ كسان ژوبل شوي كوم چې روغتون ته رسولې شوي ۔ د پيښې پلټنې او د مرستې کارروائۍ روانې دي