دمشق 30 مارچ (اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي د كرونا وائرس په سوريه كښې خپريږي دې لپاره په سمدستي توګه جنګ بندۍ ته اړتيا ده۔ ملګرو ملتونو سورئې لپاره د متحدہ نړيوال آزاد سورئې حقیقی كمیشن په سوريه كښې د كرونا وائرس خپريدو ذكر كولو سره په هيواد كښې د لوئ الميې مخنيوي لپاره د ډز بندۍ او د سمدستي حفاظتی تدابیر اپیل كړې۔ د كمیشن د اړخه جاري تحریری بیان كښې وئيلي شوي سوريه كښې د كووِډ ۔ 19 وړومبي كيسونه ریكارډ كړې شوي۔بايد ډلې په سمدستي توګه جنګ بندي وكړي او د زياتې تباهۍ مخنيوي لپاره په سمدستي توګه حفاظتی تدابیر اختیارولو اجازه وركړي۔ بیان كښې وئيلي شوي د 9 كلونو راهسې راروان كورنني جنګ د سوريې د صحت نظام په لويه توګه كمزورې كړې