اروپائي هيوادونه د كرونا وائرس رنځورانو درملنې لپاره مرستې ته سلا شول

برسلز 30 مارچ (اے پی پی) اروپائي هيوادونو د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو زياتيدو مخنيوي لپاره د مرستې اعلان كولو سره وئيلي دي په دې لړ كښې به د تشویشناك حالت ښكار رنځوران د پولې څڅه يو پلو بل پلو منتقل كولې شي۔ نړيوالې ميډيا له مخې اروپائي هيوادونو كښې د مرستې ترمخه مصدقه رنځوران تيره ورځ د المان پوځ د شمالی اټلاليا څخه 6 رنځوران لويديز المان كیلْون ته رسولې دي۔ سوئټزرلینډ او لكسمبرګ هم د اټاليا او فرانس څخه نازك حالت كښې رنځوران قبول كړي۔ د المان دفاع وزير انیګریټ كرامپ كیرنباور په دې بحران قابو موندلو لپاره د يووالي غږ كولو سره په ټويټر پیغام وركړې چې د پولې دواړه اړخه مرستې ته اړټيا ده او اروپاﺀ متحد ده