واشنګټن/ماسكو 30 مارچ (اے پی پی) د امریكې انتظامیې د كرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره ټول هيواد كښې د بيړني اقداماتو اطلاق تر 30 اپریل پراخه كړې دغسې د روس چارواكو د اړخه د كرونا وائرس خپريدو اندېښنې ترمخه د بنديزونو لا سختولو اعلان كړې۔ د امریكې ميډيا له مخې اولس مشر ټرمپ وئيلي ما ته پوهانو وئيلي چې دوه اوونو كښې په امريكا كښې د كرونا وائرس له امله د مړو كسانو شميره زياتيدې شي خو دې نه پس هيله لرو چې د مړو او ځپليو كسانو شميره به كمه شي۔ دې څخه وړاندې اولس مشر ټرمپ انتظامیې ډاكټر انتھونی فوسی څوك چې د كرونا وائرس مخنيوي ډلې مشر دے ،ده ووئيل د دې وباﺀ له امله د امريكې دوه لاكهه وګړي مړه كيدې شي۔ نړۍ كښې تر ټولو زيات د كرونا وائرس رنځوران په امريكا كښې دي او تر اوسه د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو شميره يولاكھ 39 زره څخه زياته شوي چې پكښې 2400 څخه زيات كسان مړه شوي ۔ بلخوا د كرونا وائرس خپريدو اندېښنې ترمخه د روس پايه تخت ماسكو كښې د چارواكو د اړخه د بنديزونو لا سختولو اعلان شوې۔ د دې بنديزونو له مخې به وګړي يواځې د څه ضروری كار په لړ كښې د كرونو څخه بهر وتلې شي