ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله تر اوسه 33980 كسان مړه ، 704000 ځپلې شوي ، 151766 كسان ښه شوي

نیویارك/پیرس/ بیجنګ 30 مارچ (اے پی پی) په ڼوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله تر اوسه 33980 كسان مړه او 704000 ځپلې شوي، د دې وائرس له امله ځپلې شوي 151766 كسان تر اوسه ښه شوې دي۔د برتانيې ميډيا له مخې ټوله نړۍ كښې په ځينې هيوادونو كښې دا وائرس تندۍ سره خپريږي۔ ټوله نړۍ كښې تر اوسه د كووډ 19 وائرس له امله تصدیق شوې ځپلې 722289 ته رسيدلې ۔ په دې كښې 151901 كسان ښه شوې هم دي۔ امریكا كښې د كرونا وائرس تصدیق شوې ځپلې شوو كسانو شميره 142106 دغسې 4767 ښه شوي۔اټاليا كښې 97689 كسان ځپلې شوي دغسې په دې هيواد كښې 13030 كسان ښه شوې۔ چین كښې د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو شميره 82122 او 75583 كسان ښه شوي۔ سپین كښې د كرونا وائرس له امله 80110 كسان ځپلې شوي او 14709 ښه شوي۔ المان كښې د ځپلې شوو كسانو شميره 62095 ته رسيدلې دغسې په دې كښې 9211 كسان ښه شوي۔ فرانس كښې 40723 كسان ځپلې شوي او 7226 ښه شوي۔ ایران كښې 38309 كسان ځپلې شوي دغسې 12391 ښه شوي۔ كرونا وائرس له امله برتانيه كښې 19784 كسان ځپلې شوي او 151 ښه شوي۔ سوئټزرلینډ كښې د كرونا وائرس له امله 14829 كسان ځپلې شوي 1595 ښه شوي۔ نیدرلینډز كښې د كرونا وائرس له امله 10930 ځپلې شوي دغسې په دې كښې 252 كسان ښه شوې دي۔هند كښې د كرونا وائرس له امله 107 نوې كیسونه رامخې ته شوي او د ځپلې شويو كسانو شميره 1024 ته رسيدلې ٬ په هند كښې د مړو شميره 28 ته رسيدلې ده ۔