د کرونا وائرس مخنيوي لپاره يو لك 58 زره نه زيات رضا كار چمتو ولاړ دي۔ د برتانيې د صحت وزارت

لندن 26 مارچ (اے پي پي) د برتانيه د صحت وزارت لخوا هېواد كښې د كرونا وائرس خپرېدو نه پس د دغې مخنيوي له مرستې لپاره يو مېلونه رضاكارو ته د مرستې خواست شوے ٶ چې له مخې ئې يو لك 58 زره نه زياتو رضاكارو خپل خدمات وړاندې كړي۔ د برتانيې ميديا له مخې د صحت وزارت او نېشنل هېلت سروس د كرونا وائرس بحران سره مخ د كمزورو كسانو مرستې لپاره رضاكارو ته خواست كړے ٶ چې پكښې يو لك اته پنځوس زر نه زياتو كسانو خپل خدمات وړاندې كړي۔ د يادونې وړ ده برتانيه كښې د كرونا وائرس څخه د مړو شمېره 422 ته رسېدلې ده