د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر کابل كښې په ګردوارے د بريد غندنه وكړه، سکھانو ورورولۍ او افغان دولت سره د يووالي څرګندونه

ملګري ملتونه 26 مارچ (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونیو ګوتریش د افغانستان پايه تخت کابل كښې د سکھانو په ګردواره د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي په دې بريد كښې ككړ كسان دې انصاف سره مخ كړې شي۔ د عمومي سيكتر وياند سټیفن دوجارك د اړخه جاری شوې بیان كښې وئيلي شوې عمومي سيكتر په دې خبره زور راوړې چې د وګړو په ضد بريدونه د نه قبلولو وړ دي او دې ډول جرمونو كښې د ككړو كسانو احتساب ضروری دے۔ده ووئيل عمومي سيكتر د ځپلې شوو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه او د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ وياند ووئيل عممي سيكتر د سکھانو ورورلۍ او افغان دولت سره د يووالي څرګندونه هم كړې او د افغانستان كښې امن لپاره ئې د هڅو ملاتړ كړې