وېلنګټن 26 مارچ (اي پي پي) نيوزي لېنډ د كرونا وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره يوې مياشت لپاره لاك ډاٶن پېل كړې۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې چارواكو په دې لړ كښې د يوې مياشتې لاك ډاٶن اعلان كولو سره د آکلېنډ او وېلنګټن ښارونو پشمول موټر ويز ، ټرېن سټيشن ،آفس ټاورز او شاپنګ مالز په بشپړه توګه بند كړې دي۔ چارواكو اولس خبردار كړې چې د لاك ډاٶن په مهال كورونو كښې پاتې شې ګنې نو جرمانو او زندان لپاره تيار اوسۍ۔ د نيوزي لېنډ وزيراعظمې وزيراعظم جېسنډا آرډرن خبري كنفرنس ته وئيلي دي د لاك ډاٶن په وړومبۍ ورځ سړكونه خالي دي او دې لپاره مونږ د اولس مننه كوو ۔ دې ووئيل حكومت ضروري خدمات تر سره كوٶنكو ته اجازه لري خو سكولونه ، دفترې ، ريسټوران ، د عبادت ځايونه او د لوبو مېدانونه بند كړې شوي۔ د يادونې وړ ده نيوزي لېنډ كښې د كرونا وائرس ځپليو كسانو شمېره 283 ته رسېدلې ده