قاهرہ 26 مارچ (اے پی پی) د مصر پايه تخت قاهرہ كښې ګڼ ګاړي خپلو كښې ټكر شوي چې پھ نتيجه كښې ئې 16 كسان مړه او 15 ژوبل شوي ۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې ځائې چارواكو ووئيل پيښه د مصر حکومت تيره شپه 7 بجې د کرفیو نافذ كيدو اعلان نه پس رامخې ته شوي چی پكښی مائیکرو بسونه ، ټركونه او ګاړي قطار كښې په چیك پوائنټ ولاړ وؤ ۔ په دې مهال يو ټرالر د تند رفتارۍ له امله د ګاړو سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې 16 كسان مړه او 15 ژوبل شوي۔ پيښه كښې ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي دغسې د پېښې پلټنې روانې دي