مکه مکرمه ،مدینه او ریاض كښې د کرفیو وخت پراخه كړې شو

ریاض 26 مارچ (اے پی پی) د سعودی د كورنيو چارو وزارت وئيلي دي کرفیو كښې پراختيا يواځې مکه مکرمه كښې شوي ٬ جدہ به ترې مستثنی وي۔ د سعودی د كورنيو چارو وزارت د اړخه جارہ کړې اعلامیه كښې وئيلي شوې د کرفیو په اړه د نوو بنديزونو اطلاق به د مکه مکرمه ، ریاض او مدینې منورې لپاره وي۔ جدہ او خوا او شا سيمو كښې به د دې نفاذ نه وي۔ د سعودی د كورنيو چارو وزارت وئيلي دي د كرفيو په مهال به وګړي دننه او بهر ښارونو ته مزل نه شي كولې۔ دا خبره دې ياده وي هيواد كښې د كرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره د شپې په وخت د كرفيو اعلان شوے ؤ