بیجنګ 26 مارچ (اے پی پی) د چین اولس مشر شی جن پنګ د المان چانسلرې انجیلا مرکل سره د کرونا وائرس په اړه تيلي فوني تماس نيولې دے ۔ د چین راډيو له مخې په دې موقع شی جن پنګ ووئيل چین كښې د کرونا وائرس وباء خپريدو ابتدائی پړاؤ كښی المان د چين سره د مرستې او يووالي څرګندونه كړې وه، موجودہ صورتحال كښې چین د وباء په ضد د المان مرسته كوي او د خپل صلاحیت له مخې د مرستې كولو خوښې لري۔ ده ووئيل چین د المان سره د وباء مخنيوي او په هغې قابو موندلو له د تجربو ګډولو او ویکسین او داروګانو جوړولو په تحقیق كښې د قوي مرستې خوښې لري،هيله لرو چې المان به ډير زر پھ دې وباﺀ قابو اومومي۔ شی جن پنګ ووئيل وباء د كومې يوې جغرافیائی يا پولې محدود نه ده۔ دا ټولې نړۍ له شريك چیلنج دے