ليبيا كښې د كرونا وائرس وړومبنې كېس تصديق شو

طرابلس 25 مارچ (اے پی پی) د شمالي افريقې په ليبيا هېواد كښې د كرونا وائرس وړومبنې كېس تصديق شوې۔ په ليبيا كښې د كورنۍ جګړو له امله د روغتيا څانګه ړنګه شوې ده ۔ د قامي حكومت د صحت وزير خپل آن لائن مختصر بيان كښې وئيلي دي دلته وړومبې كېس تصديق شوې او د دې نه پس ټول ضروري ګامونه پورته كړې شوي۔ ده نور تفصيل نه دې جاري كړې۔ د ليبيا د نېشنل سنټر فار ډېذېز كنټرول ډائرېكټر بدر الدين الفجر وئيلي دي د كرونا وائرس دغه ځپلې د تنزاينه نه د سعودي عرب د لارې هېواد ته راستون شوے ٶ