تخار ولايت كښې د مائن چاودنې په نتيجه كښې 6 طالبان٬دوه وګړي مړه٬ 22 ژوبل

كابل 20 مارچ (اے پی پی)د افغانستان په تخار ولايت كښې د سړك په غاړه په ځاې كړی بم چاودېدو له امله 6 طالبان٬ 2 وګړي مړه او د ماشومانو پشمول 22 وګړي ژوبل شوي دي ۔د ځايې خبري اژانس ادارې له مخې د صوبائي حكومت وياند عبدالخليل اسير وئېلي دي تېره شپھ د تخار ولايت په تالقان سيمه چن زئي كښې چاودنه هغه مهال وشوه چې د طالبانو يوې ډلې د سړك پغاړه بم په ځاې كولو چې په نتيجه كښې يې دوه وګړي او 6 طالبان هم مړه شوي او د ماشومانو پشمول 22 ژوبل شوي دي