بيجنګ 20 مارچ (اے پی پی)د چين اولس مشر زي جن پنګ د روسيې خپل هم څنګ ولاديميرپيوټن سره ټېليفوني تماس په مهال په خبرو كښې وئيلي دي بيجنګ د نړيوالې روغتيا حفاظت او تحفظ لپاره د روس او نورو ټولو هېوادونو سره د مرستې زياتولو لپاره چمتو دے۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې زي جن پنګ وئيلي دي چين په دې وباﺀ حتمي ګټه ترلاسه كولو لپاره په خپل باور او صلاحيت باور لري۔د يادونې وړ ده د مهلك وائرس د كوم څخه چې په ګرده نړۍ كښې تراوسه 9800 څخه زيات كسان مړه شوي۔د تېر كال په آخر كښې د چين وهان ښار كښې په وړومبي ځل رامخې ته شوې ؤ٬ د تېرو دوو ورځو څخه په وهان كښې د كورونا وائرس كوم نوې كيس نه دې رجسټرډ شوے