په سوريه كښې د توغندي په بريد كښې د تركيه 2 عسكر مړه شول ٬ يو ژوبل

استنبول 20 مارچ (اے پی پی)د سوريې په شمال لوېديز ادليب ولايت كښې د راكټ په بريد كښې د تركي 2 عسكر مړه او يو ژوبل شوې۔د عرب ابلاغ ذريعو سره په خبرو كښې د تركيې دفاع وزارت وياند وئېلي دي تېره ورځ په بريد كښې دوه پوځيان مړه او يو سخت ژوبل شوې۔د يادونې وړ ده دا بريد د تركيې او روس پھ ادليب صوبه كښې د جنګ بندۍ نه دوه اونۍ وروستو شوې او سږ كال د فرورۍ مياشت پیل څخه په ادليب كښې د ترمېې 60 عسكر مړه شوي دي