واشنګټن 20 مارچ (اے پی پی)امريكې د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره پاكستان ته په ابتدائي توګه د 10 لكه ډالرو مرستې وركولو اعلان كړی۔د امريكې خارجه وزارت بيورو آف ساؤت اينډ سينټر اېشيا لخوا جاري ټوېټ كښې وئېلي شوي امريكې كووډ-19 مخ نيوي لپاره پاكستان ته په ابتدائي توګه د يو اېس اېډ پروګرام د لارې 10 لكه ډالره مرستې له پريكړه كړې۔د امريكې خارجه محكمې عهديدار ايلز ويلز لخوا جاري بيان كښې وئېلي شوي دا مرسته د وباﺀ ښه څارنې او په دې اړه د ردعمل ښه والي لپاره وركړی شوې۔ټوېټ كښې وئېلي شوي نړۍ د روغتيا په اړه د رامخې ته شوو مسئلو مخ نيوي لپاره د امريكې او پاكستان همكاري پخوانۍ ده