وزيراعظم خاص مرستيالو ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬ډاكټر ظفر مرزا او د وسله والو ځواكونو وياند ميجر جنرل بابر افتخار پرېس كنفرنس

APP52-19 ISLAMABAD: March 19 - Special Assistant to the Prime Minister on Health Dr Zafar Mirza, Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan & DG ISPR Maj. Gen. Babar Iftikhar briefing the media on the current situation of COVID-19. APP

اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي) د كرونا وائرس وباﺀ مخ نيوي له ټول صوبائي حكومتونه او پوځ شپه او ورځ كار كوي٬وزيراعظم عمران خان د كرونا وائرس د وضعې په خپله څارنه كوي٬د قامي هلو ځلو ملاتړ لپاره مېډيكل ايكشن پلان جوړ كړی شوې٬د دريو واړو وسله والو ځواكونو مېډيكل آسانۍ هر ډول چمتو كړی شوي٬د كرونا وائرس په حقله په وخت او سم معلومات اولس ته رسولو له د موبائل كمپنو سره په ګډه پېغامونه اولس ته رسولې شي٬پھ سوشل مېډيا د احتياطي تدابيرو پھ حقله معلومات وركړې كېږي٬تفتان كښې قرنطينه مركز كښې د پاك پوځ مېډيكل ډلې معاونت كوي٬په زمكيزو لارو او په هوائي مېدانونو پوځ او سول انتظاميه سكريننګ كوي٬د 21 مارچ څخه به ملتان٬فېصل آباد او په كوئټه هوائي مېدانونو نړيوال تګ راتګ پېل كړی شي٬وفاقي او صوبائي حكومتونه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬دغسې د سنټرل كمانډ اينډ كنټرول پليټ فارم جوړ كړې شوې۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالو ډاكټر فردوس عاشق اعوان د دريو واړو وسله والو ځواكونو وياند ميجر جنرل بابر افتخار او د وزيراعظم د قامي روغتيا په حقله خاص معاون ډاكټر ظفر مرزا پھ ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ووئيل وزيراعظم د صورتحال پخپله څارنه كوي٬صوبائي حكومتونه د وفاق سره په ګډه شپه او ورځ كار كوي٬د اولس د ځان او مال حفاظت د حكومت وړومبې كار دے۔دې ووئيل د اولس د ځان او مال ساتنه وزيراعظم خپله وړومبۍ ذمه واري ګڼي۔هېڅ ډول بېغوري به اونه زغملې شي۔دې ووئيل وزيراعظم تېره ورځ د قرنطينه سنټر معائنه كړی او د زائرينو مسائل يې اورېدلې ۔وزيراعظم پېغام وركړی چې مونږ به په ګډه د كرونا مقابله كوو۔دې ووئيل د كرونا وائرس څخه د نړۍ معيشت ته زيان رسېدلې او د كورونا ترمخه قامي معاشي پالېسۍ ترتيب كول دي۔دې ووئيل قام د ټولو چېلنجونو مقابله كړی٬د اولس د ځان او مال ساتنه د حكومت ذمه واري ده٬د دې وباﺀ نه د پاكستان معيشت ته هم زيان رسېږي او د سمندر پورې پاكستانيانو د اړخه د ترسيلات په رالېږلو به هم آغېز پريوځي٬په معيشت د كورنا اثراتو جاج اخستلو له د خزانې صلاحكار په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړی شوې٬هغوي پام لرنه كوي چې د معيشت ګاډې اونه درېګي۔دې ووئيل د ديهاړي مارو لپاره تګلاره جوړه وو٬اولس ته غږ كوو چې د ګڼې نه ځان اوساتي۔دې ووئيل د اوسنو حالاتو ناجائزه ګټھ پورته كوونكو ذخيره كوونكو په ضد به سخته كاروائي كېږي۔د وسله وال پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار ووئيل د كورنا وائرس په وباﺀ قابو موندلو له پوځونه چمتو ولاړ دي٬د اولس باور د پاك پوځ اثاثه ده٬هر چا له د ذمه وارۍ څرګندونه پكار ده۔ده ووئيل پاك پوځ د سول ادارو سره په ګډه ټولې آسانۍ كاروي او په قرنطينه كښې هم مرسته كوي۔ده ووئيل د نېشنل سېكورټي د 13مې مارچ غونډه كښې په ګډه يوه لائحه جوړه كړی شوې ٬ مونږ دعا كوو چې لوے څښتن د دې وباﺀ نه پاكستان اوساتي۔ډي جي آئي اېس پي آر ووئيل سرلښكر فارمېشن ته د هر ډول ملاتړ سپارښتنه كړې او د دريو واړو ځواكونو مېډيكل آسانۍ چمتو كړی شوي۔ ده ووئېل د پاك پوځ ټولې ادارې پھ ګډه څارنه كوي٬د ملتان پھ قرنطينه سنټر كښې پاك پوځ په زړه پورې مرسته كوي دغسې پھ سكهر كښې رينجرز د قرنطينه سنټر جوړولو له معاونت كوي۔وياند ووئيل خلكو ته په وخت او سم معلومات وركول ضروري دي۔د موبائل كمپنو سره په ګډه پیغامونه اولس ته وركړې كېږي او د مېډيا د لارې د اوسني صورتحال نه اولس خبروو۔ده ووئيل د وباﺀ مخ نيوي له مېډيكل پلان آف ايكشن جوړ كړی شوې٬د وسله والو ځواكونو مېډيكل آسانۍ به په بېړنۍ وضعه كښې كارولې شي۔د فيس ماسك او سينټائزر جوړولو لپاره د پاك پوځ سائنسمداران معاونت كوي٬مونږ كرائسسز او رسك منيجمنټ سټرټېژي جوړه كړی ٬په كميونيكېشن سټرټېژي كښې د ټولو نه مهمه د اولس سره رابطه ده۔ده ووئيل په اوسني صورتحال كښې علماﺀ٬دانشوران او هر سړے دې خپل كردارترسره كړي۔مونږ له په احتياط د دې مقابله كول دي۔د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ووئيل په 176 هېوادونو كښې د كورونا وائرس رنځوران رپورټ شوي كومه چې تشويشناكه خبره ده ٬ دغسې په نړۍ كښې د ځپليو رنځورانو شمېره 2 لكه 20 زره ده خو په سخت وخت كښې قام يو موټې دے او چې كله هم پھ پاكستان سخت وخت راغلې اولس ملګرتيا كړی۔ده ووئيل چين چې څنګه پھ دې وباﺀ قابو موندلې هغه مثال نه لري۔د اولس مشر چين دورې پھ مهال د صحت په اړه لا ښېګړی له خبرې شوي۔ ده ووئېل په راروانو څو ورځو كښې د چين پوهانو سره وېډيو كنفرنسونه پېل كوو۔ډاكټر ظفر مرزا پاكستان كښې د 326 رنځورانو رامخې ته كېدو او دوو مرګونو تصديق كولو سره ووئيل اوس نېشنل ډېش بورډ جوړ شوے چې ورسره د صورتحال جاج اخستې شي۔ده اولس ته غږ وكړو چې د ستړې مشو كولو ٬د غاړو وركولو نه ډډه وكړې ۔روغتونونو ته د ضرورت نه غېر مه ځۍ او د ضرورت په وخت د رنځور سره يو كس او پي ډي ته لاړ شئ۔ده ووئيل اولس ته د كورونا په حقله تازه او مصدقه اطلاعات وركولو له حكومت وېب پاڼه جوړه كړی چې http: //covid.gob.pkباندې اولس د صورتحال په حقله حفاظتي اقداماتو په اړه معلومات ترلاسه كولې شي