د اولس مشر دورې مقصد د چین سره د يووالي څرګندونه وه، د خارجه دفتر ويانده

اسلام آباد 19 مارچ (اے پی پی) پاکستان د هندي ځواكونو د اړخه مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناه كشميريانو د روان ظلم غندنه كولو سره په هند زور راوړې چې هند دې د کرونا وائرس وباء ترمخه په مقبوضه کشمیر كښې د 228 ورځو راهسې راروان لاك ډاؤن ختم كړي۔ د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياندې عائشه فاروقی په مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناه كشميريانو د ظلم غندنه كولو سره ووئيل د کرونا وائرس له امله د ځپليو كسانو کیسونو راپور په اړه مقبوضه کشمیر كښې دې لاك ډواؤ په سمدستي توګه ختم كړې شي۔ وياندې بهر هېوادونو كښې په مېشته پاكستانيانو هم زور راوړې چې د ځائې اتھارټی ایډوائزری له مخې د خپل ځان او نورو وګړو حفاظت لپاره غیر ضروری مزل او سماجی رابطو څخه پرهيز وكړي۔ د معمول له مخې بریفنګ د کرونا وائرس مخنيوي ھڅو په لړ كښې د خبريالانو نه غير اوشو٬ دغسې د پوښتنو ځواب سلسله د ای میل د لارې روانه اوساتلې شوه۔ وياندې ووئيل په دې سخت وخت كښې اولسي خبرتيا او سیفټی لپاره د میډیا کردار مهم دے او په دې چیلنج يواځې د اجتماعی هڅو سره قابو موندلې كيدې شي۔وياندې ووئيل کرونا وائرس تندۍ سره خپريږي دغسې حکومت او نور سټيك هولډرز د وګړو تحفظ لپاره ټول میکنزم او سسټم مانيټرنګ كوي۔ وياندې ووئيل خارجه دفتر هم احتیاطی تدابیر اختیارولو سره د مختار نامو تصدیق نه علاوه ټول قونصلر سروسز د معطل کولو پريكړه كړې۔ د دستاویزت تصدیق اوس د کوریئر کمپنیو د لارې كېږي۔ قونصلر سروسز به تر 03 اپریل معطل وي۔ وياندې ووئيل د خارجه چارو وزارت د خاص سیکتر په نګرانۍ كښې د کرونا وائرس په اړه د مرستنې په غرض کرائسز مینجمنټ یونټ هم جوړ كړې ۔ پاك چین ملګرتيا په اړه وياندې ووئيل اولس مشر ډاكټر عارف علوی د چين دورې كولو مقصد په دې سخت وخت كښې د چين سره د يووالي څرګندونه كول وؤ چې پكښې دواړو هېوادونو سترتيجك پارټنرز شپ لا مستحکمولو له د عزم پخلې كړے