اولس مشر ډاكټر عارف علوي په زينب الرټ بل لاس ليك وكړو

اسلام آباد 19 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په زينب الرټ بل لاس ليك كړې كوم سره چې اوس د هېواد قانون جوړ شوے۔د زيارت په ورځ د اولس مشر لخوا جاري ټوېټ كښې وئېلي شوي په زينب الرټ بل لاس ليك شوې٬ دا د تښتولې شوو ماشومانو په كيسونو كښې په سمدستي توګه ردعمل او راخوشې كولو لپاره ښه قانون دے۔دې سره به د فري هېلپ لائن جوړول٬د پوليس او انتظاميې په سمدستي غبرګون لپاره فريم ورك جوړ شي۔اولس مشر ووئيل دا قانون به د تورونو درك لګولو لپاره د ټېكنالوجي كارولو او د كېس ښه والي لپاره مرستياله اوګرځي