ایم اېل ون منصوبې ته حتمي شكل وركولې شي۔ د رېلوے وفاقي وزير

اسلام آباد 19 مارچ (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي اېم اېل ون منصوبې ته حتمي شكل وركولې شي۔ د چين اولس مشر به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به د اېم اېل ون منصوبې پرانسته كيږي۔ د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې د خبري كنفرنس په مهال د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې شېخ رشيد ووئيل د چين اولس مشر به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي او د دې دورې په مهال به په اېم اېل ون مهم پیشرفت اوشي۔ ده ووئيل اېم اېل ون منصوبه رېلوے لپاره د ملا د تير حېثيت لري