وزیرِ اعظم عمران خان سره د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وليدل

APP51-19 ISLAMABAD: March 19 - Prime Minister Imran Khan in a meeting with Speaker National Assembly Asad Qaiser. APP

اسلام آباد 19 مارچ (اے پی پی) وزیرِ اعظم عمران خان سره د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د كورونا وائرس صورتحال او د دغې قابو كولو په اړه په حكومتي كچه د پورته كړو ګامونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل په کورونا وائرس د قابو موندلو په لړ كښې د چين مرسته د ستائنې وړ ده۔ د كورونا وائرس مخنيوي او د دغې د اثراتو څخه د اولس او هېواد معيشت ساتلو له نړيوالو ادارو سره هم په تماس كښې يو۔ ده ووئيل اولس ته ريليف رسولو له ټول وسائل كارولې شي۔ د كورونا په حقله د يرېدو په ځائې بايد احتياطې تدبيرونه خپل كرې شي۔ ملاقات كښې په دې هم صلا راغله چې د كورونا وائرس صورتحال او د دې مخنيوي له دې د حكومتي او مخالفې ډلې په غړو مشتمله پارلماني كمېټي جوړه كړی شي