بیجنګ 19 مارچ (اے پی پی) چین كښې په وړمبي ځل د تيرو 24 ساعتو په مهال د كرونا وائرس كوم نوې كيس نه دې راپور شوې ، په يوه ورځ كښې 819 رنځوران د روغتون څخه ډسچارج شوي۔ دې سره د ښو شوو كسانو مجموعی شميره 70,420 ته رسيدلې ده۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې د چین د صحت چارواكو ووئيل د شورو په شپه بهر هېوادونو څخه راغلي 34 كسانو كښې د کرونا وائرس کیس راپور شوي خو د هغوي د شهريت تفصیلات نه دې ښودلې شوي۔ چارواكو ووئيل د شورو په ورځ د چین هوبی ولايت كښې د کرونا وائرس له امله 8 كسان مړه شوي او په ځائې توګه د کرونا وائس كيسونه کم شوي چې له امله ئې ووهان كښې د زيارت په ورځ د کرونا وائرس کوم نوې كيس نه دې رامخې ته شوي