برلن 19 مارچ (اے پی پی) د المان چانسلرې انجیلا میرکل تيره ورځ په ټی وی قام ته خپل خطاب کښې وئيلي د دويم لوئ جنګ نه پس کرونا وائرس د المان لپاره تر ټولو لوئ چیلنج دې۔ د امریکې ميډيا له مخې انجیلا میرکل د المان وګړو څخه د کرونا وائرس په خپريدو قابو موندلو كښې د خپل خپل کردار ترسره كولو غوښتنه كولو سره وئيلي المان اوس د اروپا تر ټولو زيات ځپليو ریاستونو كښې شامل شوې ٬ د دويم لوئ جنګ المان اتحاد نه پس مونږ لپاره کرونا وائرس نه علاوہ بل كوم چیلنج نشته۔انجیلا میرکل ووئيل صورتحال خراب دې دا دې سنجيدګۍ سره واخستلې شي،د کرونا وائرس په وجه پیدا شوي حالات څخه خبر يو او د دې د خپريدو کمولو كښې مرسته كوو۔دې اندېښنه څرګنده كړه چې د المان 8کروړه 30 لکھ آبادۍ كښې 70 فیصده د کرونا له امله ځپلې كيدې شي، دې 15 كاله پس قام ته غیر شیډول نيغ په نيغه ټیلی وائز خطاب وكړو۔ په المان كښې د کرونا 12 زره څخه زيات کیسونه رجسټرډ شوې دي