اسرائيل كې د کرونا وائرس كېسونه 250 ته ورسېدل

يروشلم 16 مارچ (اے پي پي) په اسرائيل كښې د کرونا وائرس 37 نوې كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره د ځپليو كېسونو شمېره 250 ته رسېدلي ده ۔ د اسرائيل د صحت وزارت وئيلي دي د اسرائيل په 21 روغتونونو كښې د كرونا وائرس 202 ځپلې كسان بستر دي چې پكښې د 4 حالت اندېښمن دے٬ 11 د مېنځنۍ درجې او 187 د معمولي درجې په كېسونو كښې په روغتونونو كښې بستر دي٬ دغسې د44 كسانو په قرنطينه مركز كښې درملنه روانه ده چې پكښې 4 صحت مند شوې هم دي