
پېرس 16 مارچ (اے پي پي) فرانس كښې په 24 ساعتو كښې د كرونا وائرس له امله نور 36 كسان مړه شوي او د 900 نه زيات نوې كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره د مړو شمېره 127 او د رجسټرډ كېسونه شمېره 5 زره 423 ته رسېدلې ده ۔ د فرانس د صحت وزير له مخې د كرونا وائرس د 400 رنځورانو حالت اندېښمن دے ۔ ده ووئيل مونږ خپل وګړي خبرول غواړو چې زيات خلق ناجوړه كېږي او د سختو رانځورانو شمېره په سلګونو كښې ده او دا وائرس په تندۍ سره خپرېږي چې له مخې ئې په روغتونونو كښې ګنجائش ختمېدونكې دے او مونږ د دې څيز نه بچ كېدل غواړو ۔ ده ووئيل د وګړو په حېث به هر وګړي له ھغه كار پكار وي چې له مخې ئې د وائرس خپرېدل كم شي۔ د يادونې وړ ده فرانس كښې د كرونا وائرس څخه تر ټولو زياته ځپلې سيمه السېك ده كومه چې د المان پولې سره نزدې ده ۔ ده ووئيل هر وګړې دې سهار پاڅېدو سره د خپل ځان نه پوښتنه وكړې چې ھغه به څنګه تر ډېره حده خلقو سره د ملاوېدو نه ډډه وكړي او د دې سم ځواب دا دے چې مونږ تر خپلو كورونو محدود پاتې شو