د كانادا ټولو ولايتونو ته كورونا وائرس خپور شوے۔ 313 مصدقه كېسونه راپور شوي

اوټاوا ۔ 16 مارچ (اے پی پی) د كاناډا په ټولو 10 صوبو كښې كورونا وائرس د ځپليو شمېره 313 ته رسېدلې ده۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې له مخې د كاناډا ټورنټو ٬ موټريال او وينكوور ښارونه د كورونا وائرس د لاسه زيات ځپلې شوي۔ چیف پبلک هېلتھ آفیسر تھیریسا ټام وئيلي دي هر وګړې دې کورونا وائرس څخه بچ كېدو له سخت ګامونه پورته كړي ۔ ده ووئيل د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له به هرهېواد له خپل كردار ترسره كول وي ولې كومو هېوادونو چې سفري بندېزونه لګولي هغه د دې وائرس د مخنيوي صلاحيت نه لري تر دې چې كوم هېوادونه تر ټولو زيات ځپلې شوي هم هغوي زيات سفري او سرحدي بندېزونه لګولي۔ دې څخه وړاندې د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو يوه مركه كښې د پولو په بندولو د غور په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل په دې اړه به سخت ګامونه پورته كول وي او دا مهال مونږ د حالاتو جاج اخلو۔ ده ووئيل زه په ټولو احتياطي اقداماتو عملدرآمد كوم