بیجنګ 15 مارچ (اے پی پی) د چین اولس مشر شی جن پنګ د جنوبی کوریاﺀ خپل همڅنګ مون جے ان په نامه خپل پیغام كښې په جنوبی کوریا كښې د کرونا وائرس وبائی صورتحال په تناظر كښې د چین حکومت او اولس د اړخه د جنوبی کوریاﺀ حکومت او اولس سره د يووالي څركندونه كړې ده۔ده ووئيل د جنوبی کوریا حکومت او بيلو حلقو په چین كښې د وباﺀ مخنيوي او په هغې قابو موندلو له چین سره د يووالي څرګندونه او مرسته هم كړې ده۔ مون جے ان په دې خبره زور راوړو چې د چین ستونزې د جنوبی کوریا ستونزې دي۔ شی جن پنګ ووئيل وباء کومه پوله نه لري۔د نړۍ ټول هېوادونه يوه شريكه ټولنه ده،د چین حکومت او اولس په دې سخت وخت كښې د جنوبی کوریا سره برابر شريك دې