واشنګټن 15 مارچ (اے پی پی) د امریکائي سېنېټ خارجه اړيكو کمېټۍ سناتور باب منذر د ټرمپ څڅه غوښتانه كړې چې د ایران اثر او رسوخ مخنيوي لپاره د خپلو پالیسیو د ناكامۍ اعتراف کړي۔ د ایران ټی وی له مخې باب منذر وئيلي د ټرمپ حکومت په 11 مارچ په التاجی اډه د بريد ذمه واري د ایران حمایت كونكې ډلې لګولې٬ بايد هغه اعتراف وكړي چې د ایران اقدامات مخنيوي لپاره د هغه هڅې ناكامه شوي او د دې ناکامۍ قیمت د امریکې عسكر ادا كوي۔دې څخه وړاندې د امریکې سناتور کرېس مورفی هم د دې خبرې اعتراف کړې ؤ چې د ایران په لړ کښې د امریکې پالیسۍ ناکامه شوي۔