سعودی عرب، د کرونا له امله ځپليو هېوادونو څخه راغليو ملازمانو ته درخصتۍ سپارښتنه

ریاض 15 مارچ (اے پی پی) د سعودی د روغتيا وزارت له مخې هغه كسان كوم چې د 13 مارچ یا دې نه پس هېواد ته راغلې دي هغوي دې په احتیاطی تدابیر عمل کولو سره تر دوه اوونو پھ كورونو كښې پاتې شي۔ د سعودی د روغتيا وزارت په ټویټر اکاؤنټ جاری شوي تفصیلات له مخې د روغتيا وزارت د بيلو هېوادونو څڅه راغليو كسانو لپاره جلا جلا شيډول جاري كړې دې چې له مخې به ئې هغوي رخصتۍ ترلاسه كولې شي۔شیډول له مخې داسې مسافر كوم چې 28 فروری یا دې نه پس چین ، جاپان ، جنوبی کوریا، اټاليا ، ترکیې ، سنګاپور، مصر ، عراق ، لبنان ، سوريه او ایران څخه راغلې دي هغوي د خپل راتګ نيټې له مخې دوه اوونۍ رخصتي ترلاسه كولې شي۔ د 8 مارچ یا دې نه پس فرانس ،سپین ، انډونیزيا ، سوئټزرلینډ او المان څخه راغلې په دويمه ډله كښې شامل دي۔