سعودی عرب ، د کرونا وائرس له امله سړي سر شميره وځنډولې شوه

ریاض 14 مارچ (اے پی پی) د سعودی د شماريات محکمې د سړي سر شميرې 2020ء کار ځنډولې دې۔ دا پريكړه د کرونا وائرس څخه بچ كيدو او د هغې د خپريدو مخنيوي لپاره احتیاطی تدبیر په توګه شوې۔ د شماريات محکمې سړي سر شميره ، د كورونو او ادارو شميرې راجمع كولو لپاره فیلډ ډلې لېږلو تیاری کړې وه۔ د سعودی خبررسنې ادارې د شماريات محکمې په اړه ووئيل چې د سعودی عرب اړوندو چارواكو سفارش کړې ؤ چې د سړي سر شميرې حتمی مرحله دې د کرونا وائرس څخه بچ كيدو لپاره وځنډولې شي۔