بیجنګ 14 مارچ (اے پی پی) د چین اولس مشر شی جن پنګ د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونیو ګوترش سره تيلي فوني تماس نيولې دې۔د خبرو اترو په مهال د چین اولس مشر ووئيل د بشپړه هلو ځلو نه پس اوس په چين كښې د كرونا وارس په وبا د قابو موندلو مثبت نتيجې ترلاسه كېږي، پیداواری هلې ځلې او د وګړو د ژوند معمولات بحالېږي،په راروان پړاؤ كښې به چین د وائرس په وبا قابو موندلو سره سره معاشی او معاشرتی هلو ځلو ته هم وده وركړي۔ده ووئيل چین اړوندو هېوادونو سره په وباء قابو موندلو تجربو شیئر کولو له چمتو دې۔انتونیو ګوترش ووئيل په دې خبره خوشحاله شوې يم چې چین كښې د وباء له امله ځپليو کیسونو كښې تندۍ سره كمې رامخې ته كېږي۔