کرونا وائرس څخه ځپلې ووهان ښار كښې ځينو كاروباري كمپنو ته د كار اجازه وركړې كېږي

بيجنګ 11 مارچ (اے پي پي) چين کرونا وائرس څخه د ځپلې هوبې ولايت ووهان ښار كښې كاروباري كمپنو ته د خپل كار بيا پېل كولو اجازه وركوٶنكي دے٬ دا پرېكړه په وائرس د قابو موندلو په هلو ځلو كښې د ډاډ وړ پېشرفت نه پس شوې ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې صوبائي چارواكو وئيلي دي وګړو ته د ضرورت څيزونه وركوٶنكې كمپنۍ خپل كاروبار بيا پېل كولې شي او په دوي به پېداوار د بيا پېل كولو بنديز نه وي۔ د يادونې وړ ده كرونا وائرس څخه د چين دا ښار د تېر كال دسمبر څخه د خپرې وباء نه زيات ځپلې شوې