كورونا وائرس د ټريول انډسټرۍ د كاروبار بنيادونه خوزولې ۔ انډسټری ګروپ

ورجینیا ۔ 11 مارچ (اے پی پی) ګرده نړۍ كښې د فضائي سفر صنعت ته د كورونا وائرس د لاسه نزدې د 820 بلينه ډالره زيان رسېدل امكان لري۔ په دې كښې به نزدې نيم زيان د چين وي۔ د برطانيې خبر رسنې ادارې سره خبرو كښې د جی بی ټی اے چیف آپرېټنګ آفیسر اسکاټ سولومبرینو ووئيل د آسيا تجارتي سفر ته تر ټولو زيات زيان رسېدلې ۔ په هر يو څلورو كمپنيو كښې لږ تر لږ درې د چين ٬ هانګ كانګ ٬ تائیوان او د ایشیا بحر الکاهل هېوادونو ټول يا زياتره كاروباري سفر منسوخ يا معطل كړې شوې۔ ده ووئيل كورونا وائرس د ټرېول انډسټري كاروبار بنيادونه خوزولې دي