سعودی عربستان نورو 5 هېوادونو ته په سفر كولو بندېز لګولې

ریاض ۔ 10 مارچ (اے پی پی) سعودی عربستان كورونا وائرس څخه بچ پاتې كېدو له نورو 5 هېوادونو ته په سفر كولو بندېز لګولې چې ورسره دا شمېره 14 ته رسېدلې ده۔ ددې بندېز ترسېوري لاندې سعودي او سعودي عربستان كښې مېشته وګړي د سلطنت اومان، فرانس، المانيا، ترکیه، سپېن، متحدہ عرب امارات، کوېت، بحرېن، لبنان، سوريه، سوئيلي كوريا ، مصر، اطاليا او عراق سفر نشي كولې۔ د سعودي عربستان داخله وزارت ذريعو لخوا جاري شوي بيان په اړه د سعودي خبر رسنې ادارې وېنا ده كومو نوې 5 هېوادونو ته په سفر كولو چې په عارضي توګه بندېز لګولې شوې هغو كښې سلطنت اومان، جمہوریه فرانس، المان، ترکيه او سپېن شامل دي۔ دې هېوادونو څخه نېغ په نېغه يا په بالواسطه توګه په راتلونكو كسانو هم بندېز لګولې شوې ۔ بلخوا دې هېوادونو سره په هوائي او سمندري سفر هم په عارضي توګه بندېز لګولې شوې