نړۍ د نړيوال حدت او اتومي جنګ خطرو په ډول چېنلجز سره مخ ده۔ نړيوالو لارښودو له به مفاداتو څخه لرې د نړيوال امن او انصاف له مخې پرېكړې كول وي۔ پاكستان په يو شمېر محاذونو كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د نړيوال رسك مېنجمنټ كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي نړۍ د نړيوال حدت او اتومي جنګ خطرو په ډول چېنلجز سره مخ ده۔ نړيوالو لارښودو له به مفاداتو څخه لرې د نړيوال امن او انصاف له مخې پرېكړې كول وي۔ د كوم هم تنظيم په پرمختګ كښې پياوړې ګورننس بنيادي اهميت لري۔ پاكستان په يو شمېر محاذونو كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ نړيوال رسك منېجمنټ كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل کرپشن ختمولو او د سپېځلي احتساب نظام له فعاله كولو له ګامونه پورته كړې شوي دي۔ د مصنوعي ذهانت د لارې په كومه هم څانګه كښې د رسك په اړه وړاندې نه پوهه لرل ممكن دي۔ مصنوعي ذهانت سره بېنكنګ سېكټر كښې استفاده كولې شي۔ د انشورنس په څانګه كښې رسك مېنجمنټ مهم كار لري۔ ده ووئيل په نړيوال حدت كښې زياتوالې زمونږ چاپېرچل له لوئے رسك جوړ شوے دے۔ د اتومي جنګ خطر يو بل لوئے رسك دے۔ ده ووئيل نړيوالو لارښودو له به مفاداتو نه لرې د نړيوال امن او انصاف له مخې پرېكړې كول وي۔ ده ووئيل د زلزلې په ډول د قدرتي آفتونو په صورت كښې لوئې زيان كېږي۔ دغسې د منظمې منصوبه بندۍ نه غېر تعميرات هم د خطرو سبب ګرځي۔ ده ووئيل د تېلو په نرخونو كښې د ناڅاپي كمي په اړه وړاندې نه معلومه نه وه ولې د كرونا او سارس وائرس په ډول رنځونو د وړاندې نه پېشګوئي شوې وه۔ دې نه وړاندې اولس مشر د انسټيټوټ آف رسك مېنجمنټ پاكستان پرانسته وكړه۔ د ماړی پټرولیم پرائیوېټ لمېټډ اېم ډي لېفټیننټ جنرل (ر) اشفاق ندیم احمد او د انسټیټیوټ آف رسک مېنجمنټ پاکستان مشر سوهاب مشتاق هم كنفرنس ته خطاب وكړو۔