وزیراعظم عمران خان د خپلو پرله پسې هڅو ٬ خوارۍ او محنت سره مخالفين او ناقدين غلط ثابت كړل۔ وزیراعظم د بې كاره او ناوړه نظام سمولو عزم لري۔ د اولس پرمختګ او سوكالۍ د عمران خان هدف دے۔ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكتر فردوس عاشق اعوان ټويټ

اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكتر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د خپلو پرله پسې هڅو ٬ خوارۍ او محنت سره مخالفين او ټكونه كوؤنكي غلط ثابت كړل۔ وزیراعظم د بې كاره او ناوړه نظام سمولو عزم لري۔ د سخت وخت څخه تېر شوې يؤ۔ په سم لوري كښې د اصلاحاتو او ګامونو مېوې اولس ته رسېدل پېل شوي دي۔ اولسي پرمختګ او سوكالي د عمران خان هدف دے۔ د نهې په ورځ يو ټويټ كښې دې ووئيل د احساس كفالت پروګرام مهمندو ته رسول د عمران خان قبائلي اولس سره د مينې او د لرې پرتو سيمو د قامي پرمختګ په چوكاټ كښې شاملولو له دده د عزم ښكاره څرګندونه ده۔ د هېواد په تاريخ كښې به په اولني ځل مستحقو طالبعلمانو ته 50 زره سكالرشپس وركړې شي۔ ده ووئيل وزیراعظم داسې فلاحي رياست جوړول غواړي چرته چې د اميرانو په ځائې په بې وزلو پېسه مصرف كړې شي۔ د وزیراعظم د احساس ضلعی ترقیاتی پورټل ”ډېټا فار پاکستان” به د نوې ټېكنالوجۍ كارولو د لارې هېواد څخه بې وزلۍ ختمولو او د سماجي تحفظ وده كښې مرسته كوؤنكې ثابت شي۔ د پورټل د لارې به هېواد كښې د بې وزلۍ د شرحې سمه تجزيه ممكن شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د بې وزلو او محرومو طبقو حقونو تحفظ له پورته كړې شوې دا عملي ګامونه د عمران د وروستو پاتې طبقوو سره د تړون ثبوت دے۔