چين كښې د كورونا وائرس كېسز كښې كمې ٬ د عارضي روغتونونو بندولو لړۍ پېل شوه٬ ووهان كښې 31 زره رنځوران صحت ياب شوي۔ صوبائي حكومت

بیجنګ ۔ 9 مارچ (اے پی پی) چینائي حكومت کورونا وائرس څخه ځپليو سيمو كښې د جوړ كړې شويو عارضي روغتونونو ختمولو لړۍ پېل كړې ده۔ دا پرېكړه د كورونا وائرس انفېکشن نوې كېسونو په شمېره كښې د ريكارډ كمي رامخې ته كېدو له امله شوې ده۔ د چین سرکاری خبر رسنې ادارې راپور له مخې ووهان كښې په 16 كښې 11 عارضي روغتونونه په سټېډيم او سكولونو كښې جوړ كړې شوې وو۔ په سپورټس سېنټر او فېكټرو كښې جوړ كړې شويو 2 عارضي روغتونونو كښې په يو وخت د 2 زره رنځورانو د درملنو آسانۍ موجود وې۔ دې دواړو روغتونونو څخه په آخري ورځ 61 رنځوران ډسچارچ كړې شول۔ صوبائی حکومت ووئيل چې ووهان كښې نزدې 31 زره رنځوران صحت ياب شوي دي كوم چې كورونو ته لېږلې شوې دي۔ قومي كمېشن د ګل په ورځ ووئيل ټول هېواد كښې 40 نوې كېسونه رامخې ته شوي دي كوم چې جنورۍ څخه وروستو په تازه كېسونو كښې تر ټولو كمه شمېره ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په چين كښې په مجموعي توګه 80700 څخه زيات كسان دې انفېكشن سره مخ شول۔ د حكومت د فعاله ګامونو له امله په اوسنيو اونيو كښې د نوې انفېكشنز راپورونو كښې كمې رامخې ته شوې دې