افغانستان كښې د عبد العلي كليزې په مهال د ډزو پیښه ٬ 2 كسان مړه ٬ 18 ژوبل

کابل۔ 6 مارچ (اے پی پی) د افغانستان پلازمينې كابل كښې د شيعه لارښود عبد العلي مزاري كوم چې په كال 1995 كښې د طالبانو زندان كښې وژلې شوې وو كليزې په مهال د نامعلومه وسله والو ډزو او راكټ بريد په نتيجه كښې 2كسان مړه او 18 نور ژوبل شوي دي۔ د برطانوی خبر رسنې ادارې له مخې كابل كښې د عبد العلي مزاري كليزې دستوره كښې افغان سياسي لارښود عبد الله هم موجود وو كوم چې دې بريد څخه بچ كېدو كښې كامياب شوې دې۔ افغان اولس مشر اشرف غني په ټويټر جاري كړي پېغام كښې وئيلي چې دا بريد د انسانيت او د افغانستان د قومي اتحاد په ضد جرم دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېر كال په دې يادګار دې ډول بريد كښې يو شمېره كسان وژلې شوي وو او ددغې بريد ذمه واري د داعش عسكريت خوښو قبوله كړې وه