قندوز ولايت كښې طالبانو د پولیس په پوسته بريد ، 2 پولیس اهلکار،5 طالبان اووژلې شول

قندوز 06 مارچ (اے پی پی) د افغانستان شمالی ولايت قندوز كښې طالبانو د پولیس په پوسته بريد او افغان پولیس سره نښتو كښې 2 پولیس اهلکار او 5 طالبان وژلې شوي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې صوبائی حکومت وياند عصمت اللہ مرادی ووئيل دا نښتې د جمعې په ورځ هغه مهال رامخې ته شوي كله چې د طالبانو يوې ډلې د قندوز پولیس په پوسته بريد وكړو او د دغې نه پس د پولیس او طالبانو ترمينځه تر دوه ساعته نښته كښې دوه 2 پولیس اهلکار او 5 طالبان وژلې شوي ٬ دغسې 2 پولیس اهلکار او 2 طالبان ژوبل شوې هم دي۔