مقبوضه بیت المقدس 06 مارچ (اے پی پی) د فلسطینی د روغتيا وزارت له مخې فلسطین كښې په 7 كسانو كښې د كرونا وائرس تصديق شوې۔ځائې ميډيا له مخې د بیت المقدس د ګورنر په سپارښتنه چارواكو چرچ آف نیټیوټی بندولو اعلان كړې۔ذريعو له مخې د روغتيا وزارت د اړخه د بيړنې صورتحال اعلان كولو سره چارواكو بیت المقدس كښې ټولې تعلیمی ادارو او تربیتی مركزونو د 14 ورځو لپاره د بندولو نه علاوه ټولو هلو ځلو ، سیمینارونو ، كنفرنسونو، سماجی پروګرامونو او لوبو بنديز لګولې دې۔